د امـــريکــی دوتـنـه پخــوانــــې امنيتــي اوسياســي جګپوړي چارواکې وويل :واشينګتن په افغانستان کې هم جګړه بايلې !
           ژباړونکی : عزيزاحمد خوارمل ژباړونکی : عزيزاحمد خوارمل

          دانټرنيټ دفارسی منابعوڅخه

 

                   د امريکی دوتنه پخوانې امنيتي اوسياسي جګپوړي چارواکې وويل : امريکا په افغانستان کې هم روانه جګړه  يې بايلی اودافغانستان دااوسنې امنيتی وضعيت د(۲۰۰۱) م کال دسپتامبردمياشتی سره هيڅ توپېر نه لری    .

                 ((جان كرياكو))  د‪ (۱۹۹۸تر ۲۰۰۴) م کال  پوری دسيا،يا د  سی   .    آ  .  ای  دسازمان دتروريزم ضد څانګې جګپوړی کارپوه او((ريچارد كلاين)) دامريکی دباندنيوچارودوزرارت بل جګپوری چارواکی ،دا دوه کسه په ګډه سره  يې د "لس آنجلس تايمز"دورځپاڼي په يوي مقالی کې  و ليکل  :"دونالد رامسفلد" دامريکی ددفاع پخوانې وزير ويلی يې دی چې ((دافغانستان جګړه يوستر برياليتوب دی اوددی هيوادخلک ددی هيواد په واټونوکښی دلاسه ته راغلی آزادی سره ښه ژوند  ترسره کوي )) مګردهغه چا دپاره چې په افغانستان کې کار کوی دغه پوښتنه رامنځته کيږی  چې دغه سړي  دکوم افغاستان په هکله خبری کوی ؟    

              دامريکی ددی دووجګپوړو چارواکو دليکلوپر بنسټ چې ليکلی:دی : واقعيت خودا دی چې افغانستان په پخواکې دطالبانويوکلک سنګر،دالقاعدی ، دمخدره ټوکودقاچاقبرانو اودجنګ سالارانوديوی ستري اډی په   توګه وو،اوهمدا اوس هم د(۲۰۰۱) م کال دسپټامبردمياشتی سره ډېرزيات يوشانته دی ،نه دا چې دامريکی برياليتوب په جګړی کې دترهګری په وړاندې وښيې .

              ددی مقالی  ليکوونکو په څرګنده ډول ليکۍ : په ساده ژبه داهيواددلاسه وتلی دی ،القاعده اودهغه ملګري په پوره توګه خپلي پخوانی سيمی يې لاسته راوړې دي چې امريکائي  اوافغانی ځواکونه اوسربازان ،مرستندوی سازمانونه اوټولني اوهمدارنګه خبرليکونکی نه شی کولای چې ودغو سيموته ورشی اوتګ اوراتګ وکړي ،دلويديز دګټوپرضد اوددوي دچاروپه وړاندې ډاراچوونکي  هرورځ دترهګری يرغلونه ترسره کوي . ((اوهمداسی سپنه ماڼۍ هغه څه  چې  په افغانستان کې ترلاسه کيږی  هغه دا چې دکابل ښار يې ديو سمبول په توګه  ساتلی دی اودکابل ښاردباندنيوسفاروتونو دپاره يوخطرناکه سيمه بلل کيږی ،ديپلوماتان  خپل دکارونوله دځايونواودسيمو څخه نه راوځې اوزره پوښونوپه دننه کې  ددوی دکار په ځای کې سته دی اودوی  هم دګوليوضد په شيانوباندی پوښل سوي اوسمبال دی اود وسوالوشاتندويانواومحافظينوسره يوځای  پټ سويدي )) .

              کرباکو اوکلاين په دی هکله يې ليکلی دی : دکابل دښارپراوسيدونکواوښاريانوباندی بېره اودترهګری  چاری  واکمن دی په واټونوکښې په ډېره اندازه جنايتونه ترسره کيږی ډېرخلک اوځوانان بيکاره دی  اوددوي  له منځه څخه يوشمير يې سخت دريځه دي  چې  غلااوجنايتونه ترسره کوی ترڅووکولای سی دخپل کورنې وږي نسونه ور ماړه کړی  اودوي ددولت دبې وړتياوچاروڅخه  هم ډېرپه تنګ راغلې دي .

             دامريکی دغه دوه پخوانی چارواکي همدارنګه زياتوی،دکابل ويوڅورستورانونو ته دخوړلو اووښارته دشيانودرانيولو دپاره  ورتګ ، دروسيی درولت د لوبی په شان دی .

            د کرباکو اود کلاپن دليکلوپربنسټ چې وايي  : رسمی جګپوړی چارواکي اوامريکايي ديپلوماتان   دکابل پلازمينه ديو زندان په ډول ويني اوپه کابل کې دامريکی سفارت يوازی ددی هيواد ورسمی چارواکو ته  ويزه ورکوی اوبس ،اوکه يوبل افغان کس دامريکی وويزی ته اړتيا ولری هرومرو دی دپاکستان وپلازمينه اسلام آباد ته سفر وکړی .ځکه په کابل کې د مراجعه کوونکواودويزی دغوښتوونکوشمير ډېر دی اوددی ډېرشميردشته والی له امله  دامريکی سفارت ډېر احتياط کوی ترڅودويزی غوښتوونکواودمراجعه کوونکوپه منځکې چې دځان وژنی يرغل ترسره نه سي اودمراجعه کوونکی دوژلوڅخه  يې مخ نيوی کړی وي ،وافغانانوته ،دويزی داخيستلواودلاسته راوړولود پاره خپل سفارت   يې په اسلام آبادکې ټاکلی دی .

         كرباكو و كلاين په دی هکله وليکل : دامـــريکی دسفـــارت کارکـــوونکی کله  چې  وغــــواړي دامريکی دنړيوالووپراختيايي اداری ته چې دواټ پربله خوا دی ، هلته ولاړشی نودځمکی لاندی تونل  څخه دتګ اوراتګ کار اخلی اودغه کارداهسی ترسره کيږی  چې دغه وات دنوروخلکودتګ اوراتګ دپاره تړل سوی دی اويوازی دامريکی دهيواد اودملګرومليتونوموټران اوګاړی کولای سی  چې پردی  واټ باندی تګ اوراتګ وکړي     .                  

              دامريکی دغـــه پخـــــوانی  جګـپوړی چــــارواکـــــي وليکل  : افغـــانستــان ديـــوشميرمعيارونــــوپربنسټ بايددبرياليتوب  يوه  قصه اوداستان  وي  ،طالبا  ن  په دااوس مهال کښې   په افغانستان کې يې په رسمی توګه واک دلاسه ورکړی دی  .اوالقاعده دافغانستان اودپاکستان ترپولی پوری ترڅارنې  لاندی  دی اودامريکی ځواکونه زيارباسی  ترڅو سوله ئيزه  وضعيت اواوضاع په دی هيوادکې رامنځته کړی   مګر دواقعيتونوسره توپير لری  .  

            ددی دووامريکايي پخوانی چارواکو په هاند  : دايوه ګرندی جګړه ده  چې  دسازمان موندلې وسلوال دښمن سره  ادامه   لر  ی   . همدا اوس القاعده  بيرته کورپه کور،کلی په کلی  اوښارپه ښار راستونيږی اوخلک  په زور ځواکی سره ددوولسمی (۱۲می)ميلادی پېړی  دژوندکولوولورته بيايي ، اوهمدارنګه  دمخدره ټوکوکر،کرهڼه اوقاچاق هم ادامه لری  . 

         د کرباکو اود کلاين دليکلوپربنسټ  : القاعده  بل ځل ځواکمن سوی دی  او ((اسامه بن لادن)) کولای سی چې په ډېر ساده ګې او اسانی سره خپل ويديويی  پيغامونه  خپاره کړی ،اودده دغه پيغامونه د نړی  ونورووټولوجګړوماروته ګروپونو  ته  دلارښـــوونی د زرغــون څـراغ په شان  دي    .

       ددی مقـــالی ليکـــوونکی په څــرګنده ډول وليکل :((حامد كرزي))دافغانستان  جمهورئيس  عملأ دکابل دښار،دښاروال په توګه دی  اودافغانستان جګړه ديوسياسي  اونظامي مانور  په ډول ،يوګام مخته او دوه ګامه  شاته  ،اوښتی  دی   .

 دامريکی ددی دووجګپوړوامنيتی اوسياسي  چارواکو دليکلوپر بنسټ : په افغانستان  کې نه داچې يوازی کارپای ته نه دی رسيدلې .بلکی ډېرخطرناکه سوي هم دي  او   هغه کسان چې بيله دغو فاکتونونه کوم  ګزارشونه چې ليکي،خپروه وي اووړاندي کوي ، دغه کسان  يا تجربه نه لري او يادوی سياسي موخي لري   ./

 

 

 

 

 


September 16th, 2007


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی